لاپې د زمرو وهو ګيدړانو پسې اخيستې يو

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

متأسفانه موږ په يويشتمه پيړئ کې هم د ورور وژلو سياست کوو ،د يو بل د سر وهل وياړ ګڼو، د واک د حرص په تنور کې سوځو ،ارګ ته د تلو لپاره د وژل وروڼو په ککريو باندي تيريږو، کله چې ارګ ته را ورسېږو نو د سولې مجنونان شو، خو کله چې له ارګ څخه وايستل شو، نو جګړه مجبوريت مکلفیت او مسئوليت ګڼو. د هيواد خاورې اسلام او ملت د حقونو د مدافع په نوم ځانونه واک ته رسوو، په ارګ باندې د حاکميت په مهال ملي شتمنى لوټوو خو د خطر په مهال له هېواد څخه بهر تښتو، په پرديو هيوادونو کې د ذلت ژوند تيروو او له هيواد څخه د تېښتې په موخه د پرديو الوتکو په ټايرونو پسې هم ځان نښلوو. پردي راته دوستان خو خپل راته ترهګر او د اشغال پاتې شوني ښکاريږي.

له تيرو څو لسيزو راپدیخوا د غمونو ماتمونو، ناورينونو په سمندر کې پروت هيواد، توپاني هوا د خپلو او پرديو وحشتونو او بر بريتونو ته پروت ملت د مرګ او ژوند ترمنځ لوبه کې د خپل قسمت د پريکړې شېبې حسابوي. نه پوهېږي چې ژوندى پاتې کېږي که په ټولنيز مرګ باندي مرى.

خبرې د شرق او غرب د ماتولو کوو. ځانونه د دنیا فاتحين ګڼو، خو د پرمختګونو په منډه کې له دنيا والو سره د سيالي نه يو. د نړيوال خيرات لپاره د مستحقو ملتونو په سر کې قرار لرو. اوس خو به منئ چې په جګړه مات شوي ولسونه د سياست په ډګر کې بيرته راپورته کيږي، خو موږ د سياست په ډګر کې مات شوي يو او د راپورته کېدو څرک مو نه لګيږي. هر نوى حاکم پخواني هرڅه نړوي خو د متبادل جوړولو چل نه ورځي، باټې د زمرو وهو ګيدړانو پسې اخيستې يو.

بخت مو دلته ويده دى چې حاکمان مو موږ نه دي روزلي، بلکې د جګړو په ډګر کې راټوکېدلي دي. موږ په خپلو سرونو باندي له کينولو وړاندي ازمويلي هم نه دي او نه هم د ولس استازي دي او يا هم د پرديو په نوښتونو او لګښتونو راته روزل شوي، جوړ شوي، ازمويل شوي او موږ ته را شغول شوي دي.

همدغه ستونځه ددې لامل شوې ده چې مشران مو يوازې د واک په موخه راسره ملتيا کوي. د ملتيا په مهال هم د تعصباتو په ويروس ککړ وي، د پرديو ګټو د ساتلو په رنځ اخته وي، د ناپوهي بلا وهلي وي، د فساد په غضب اخته وي، له راتلو سره سم د پرديو ګټو لپاره کار کوي، پردئ تيوري راوړي او زموږ په ټولنه يې تپى، په سخته ورځ کې له خپل هېواد څخه تښتي. دغو مواصفاتو په درلودلو سره سره بيا دا موږ يو چې هغوى مشران ګڼو او په اوږو باندي يې کينوو.

که همدغه شان وېشلي او پاشلي يو، نو په زغرده وايم چې نه مو انګريز په ګونډو کړى دى، نه مو شوروي په څو ټوټو ويشلى دى، نه مو ناتو ته سبق ور ښودلى دى نه مو امریکا په سيند کې لاهو کړې ده، نه اتلان نه باتوران يو، نه فاتح او نه تندر ځواک يو، نه بدريان او نه هم شاهينان يو. سيلاب راوړي خس او خاشاک يو، نه وزن لرو نه قيمت، نه نوم لرو نه نشان، نه ادرس لرو نه نښه، يوازې د پرديو لخوا د نيابتي جګړو په تنور کې سوځيږو او ايرې مو باد په هوا کوي، نور نو د هيڅ نه يو. زموږ په ټولنه کې د مشرتابه بالقوه استعدادونه شتون لري، خو جوړول يې اوږده پروسه غواړي. جوړول يې د وخت او شرایطو په لابراتوارونو که ازموينې غواړي، تراشل غواړي، پريس کول غواړي، ګرمول غواړي او تر شا يې د ملت دريدل اړين دي.

شک نشته چې موږ قانع ملت لرو. له مشرانو څخه لوړې او ناروا غوښتنې نلري، خو ويښ ملت نلرو. د ويښ قيادت ترشا د ويښ قوم شتون ته اړتیا ده. موږ متأسفانه ويښ ملت نه يو. احساساتي جزباتي ولس يو، چا د سوسياليزم په جعلي باغونو غلط کړو چا د اسلام په بيرغ او شعار وغولولو چا د ديموکراسي په سندرو ګنګا ته ورسولو او چا هم په دروغجنو ژمنو او پلاستيکي وعدو ګنګس کړي يو. د واک په سر له وروڼو سره د اختلاف له امله نورو هېوادونو ته تښتو، له وطن څخه د تېښتې په هڅو کې د امریکا د الوتکو په ټايرونو پسې نښلو. د خپلو کورنیو ستونځو د حل لپاره پرديو ته لمن غوړوو.

که د واک په سر د خپلمنځي جګړو په هکله ذهنيت بدل نکړو، که يو پر بل باندې د برتري او بهتري چلن ته دوام ورکوو، که د يو بل پړ ګڼلو لپاره ديني مقدسات او ملي ارزښتونه بانه جوړوو. که يو پر بل باندي د مرتد غلام اجير او ترهګر ټاپي لګوو. که واک ته رسيدو لپاره توپک ښه کاري وسيله ګڼو او که له نړۍ سره په هسکه غاړه د اوسيدو لپاره په لومړيتوبونو او د حکومت کولو په اوسنيو تګلارو کې ژور بدلونونه رامنځته نکړو، نه خپلواک کيداى شو، نه ازادي تر لاسه کولاى شو، نه هيواد جوړولاى شو، نه خپل ولس له احتياج څخه ژغورلاى شو، نه له ګاونډیانو سره سيالي کولاى شو، نه له نړيوالو سره په وياړ او وقار ژوند کولاى شو او نه هم خپلو راتلونکو نسلونو ته داسې تاريخ پريږدو چې هغوى را باندې ووياړي.

راځئ، د ورور به وړاندې د وسله پورته کولو ته “نه” ووايو، د سمون او بدلون لپاره مبارزې ته ملا وتړو. واک د غنيمت مال نه بلکې د ملت حق وګڼو، زده کړو ته زور ورکړو، تيکنالوژي خپله کړو، د پوهنتون مدرسې او ښونځي د دروازو د پرانستلو له لارې د جهالت دراوزې د تل لپاره وتړو، په ساينس کې رقابت وکړو، په طب کې نوښتونه وکړو، په دين څيړنې وکړو، په فيزيک کې مخکښان شو، په رزاعت، باغداري او مالداري کې اتلان شو، په انجنیري او ډيزاين کې خپل نوم لوړ کړو، د پخواني دود برعکس د ديني زده کړو محصلین د وظیفو راټولولو له احتياج څخه وژغورو، اسقاط، زکات او د تعويذونو د شکرانو له اخيستلو څخه يې خلاص کړو او په ټولنه کې ورته د لوړ عزت ژوند تيرولو شرایط برابر کړو.

راځئ هوډ وکړو چې که د مجبوريت له مخې هرڅه تړلو ته غاړه ږدو، خو د زړه کړو د مرکزونو بندول او تړل راته هيڅ وخت په هيڅ وجه د منلو نه دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button