د بایډن پېغور

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

ېغور که وي، خو همدا دی:

بایدن د اونۍ د یو میلیارد دالرو لګښت او دا چې افغانستان د سترو قدرتونو هدیره ده په څنګ کې وايي: یو لامل دا هم دی، چې افغانستان د یوه یووالي حکومت لاندې نه شي اداره کېدی.

دا یو پېغور دی، چې ګوندي افعاني ټولنه سره پاشلې او یو ملت نه شي کېدی. دا داسې برېښي، چې امریکا له افغانستان څخه یوه یوګسلاویا او ان چې نوره بدې ټوټه کونې پلان لري. ساده خبره به یې نه بولو.

دا یو پېغېور دی، چې باید ډېر جدي وګڼل شي. امریکا له دې لارې خپل غچ اخلي

نو څه باید وکړو؟

که غواړو د بایدن خبره رېښتیا نه شي، نو دموږ لپاره په لومړي قدم کې څه غوره دي؟

لومړی: د تالب سره پوره ستونځې شته.

که د امریکا پېغِور غواړو رېښتیاشي، نو باید له هرې خوا تالب ځانله شي او پخپله د ورو ورو ماتې سره مخامخ شي او که نه، نو:

دویم: د دوی سره د ګډکار شونتیا شته او هغه څنګه کېدی شي:

د مخه یوه غوره یادونه: که هیواد ته غواړو کار وکړو او د بایډن پېغور ته مو د افغانانو د هيلو سره سم ځواب ویلی وي، نو باید سره یو موټی شو، چې تالب څوک غواړی او که نه، ځانونه پورې ونښلوو او دموږ له دوي سره د ګډ کار لپاره مخه پرانیزو او د ابادۍ او د یو موټی هیواد د ساتلو لپاره هېڅ یو کار، چې دا ټولنه یې غواړي، ځانونو ته عیب او پېغور ونه ګڼو. هیواد له هر څه غوره دی. دا دې هم په ګوته وي، چې له هیواد څخه د باندې افغانان، که په ګېډه ماړه وي، خو د هیواد مینه په بل هیواد کې نه شي میندلی، دا به یو بل ته پېغور هم نه ورکوو او نه وي، چې ته هلته یا دلته یې، یواځې هلته به دا کار کوو، چې کوم یو څرګند د هیواد د ناابادۍ په لور ګامونه پورته کړي وي.

دریم: موږ به تل هڅېږو او د خآن د ملاتړ سره، چې تالب دې ته په پای کې راوهڅولی شو، چې د موږ د سیاسي او مسلکي کسانو د کار لپاره لار اواره کړي. ساده به یې ووایم، چې دا موږ نه وایو، چې تالب دې دا او هغه وکړي، خو موږ به نه ستړیکېدونکی ډول دابیا ورته وړادیز کوو. که مو دا د ځان سره وویل، چې ماته یې دا پېغور راکړ او دا یا دا خبره یې راته وکړو، نو بس دی، بیا نو کار ،،خروپ،، دی.

یو فکر باید څانونو کې وروځو، چې د هیواد لپاره هر څه کوو او بس.

څلورم: راځۍ، چې ټول مسلکي کسان د خپل توان سره د خپلو کارونو وړاندیز وکړو او دا تل بېرته تازه کړو، چې دا یا هغه کار کولی شم. د اوسني تخنیک په توان داسې کارونه اوس ډېر دي، چې د نړيوال جال له لارې کېدی شي او اوس نړۍ د نړیوالې ناروغي پهوخت کې هم له همدې کور له کاره ټول کارونه سرته رسوۍ او هغه کارونه، چې په هیواد کې کیږي، هغو ته هم د هیواد او ځان د توان سره چمتو باید و اوسو او وړانیز یې وکړو.

باید ومنو، چې د یوه کار مسؤل څه غواړي او د همغه سره ځانونه چمتو کړو.

دا اسان کار نه دی، خو د هیواد لپاره به هېڅکار ستونځمن نه وي.

دا بیا په یاد راوړم، چې که طالب مو ښه نه راځي،نو دا اوس خو داسې برېښي، چې په جنګ یې له منځه نه شو وړلی، پرته له دې، چې د بایډن خبره رېښتیا شي

د ما د ځان وړاندیز:

د شمېرپوهنې په اړه، چې ماته هرڅه راوسپارل شي، زه به هغه که د لوي څښتن خوښه وه سرته رسوم. له لرې یا افغانستان کې. زوړ یم، ځان لپاره به ګټه ونه کړم.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button